د امریکا متحده ایالاتو سلګونه جنګي وسایل او تجهیزات د هېواد ملي دفاع وزارت ته سپاري

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۲۰:۲۷
 د امریکا متحده ایالاتو سلګونه جنګي وسایل او تجهیزات د هېواد ملي دفاع وزارت ته سپاري

په هېواد کې د غوڅ ملاتړ ماموریت، افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ته د خپلو مرستو په دوام کې، سلګونه هاموې، میلیونونه مرمۍ او سلګونه د شب بین دوربینونه او یوشمیر نور جنګي وسایل د هېواد اردو او ملي دفاع وزارت ته سپاري.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د امریکا له متحده ایالاتو د مننې په څرګندولو سره وویل: له دغو وسایلو او تجهیزاتو به د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.

د روان زېږدیز کال په ترڅ کې امریکا د هېواړ له ملي پوځ سره ۱۳۸۳ هاموې، ۱۰ هلیکوپتره او ۴ A-29 جنګي جیټ الوتکې مرستې کړې دي. امریکا د تیر کال په ترڅ کې د ۵۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده او د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تجهیزات به په راتلونکي کال کې مرسته وکړي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت یو قوماندان جنرال ډیډریک وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو ساتل او پیاوړتیا په افغانستان کې د سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه ځانګړی ارزښت لري.

دغه امریکايي جنرال ټینګار وکړ چې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره به د امریکا متحده ایالاتو مرستې او همکاري به دوام ولري او دغه اړیکې به تل پاتې وي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته