د افغانستان د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې هر اړخیزه پالیسي وړاندې شوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۳:۳۲
 of the Comprehensive Policy for Training, Education and Higher Education of the Afghan National ArmyLaunch

د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول.

پدې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال محترم “شاه محمود میاخیل”، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې “منیرې یوسف زاده”، د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیالې “حسنا جلیل”، د ملي اردو د تعلیم او تربیې قومندان جنرال “پاینده محمد ناظم”، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ریسانو او جنرالانو، د مارشال محمد قسیم فهیم د پوهنتون استادانو او محصلینو، د نظامي اکاډمیو غړو برخه اخیستې وه.

دا مراسم د ملي دفاع وزارت د مرستیالې محترمې منیرې یوسف زاده په ویناء پیل شول.

میرمن یوسف زاده پدې ټینګار وکړ، چې د ملي اردو په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې ددې پالیسۍ له تطبیق سره به د ملي اردو د سواد کچه لوړه شي.

میرمن یوسف زاده دا ډول زیاته کړه، چې د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې د ماسټرۍ د پروګرام طرحه بشپړه شوې ده او ډیر ژر به دا تحصیلي دوره پدغه پوهنتون کې پیل شي.

دا ډول د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل په خپلو خبرو کې ددغه پالیسۍ په جوړیدو کې د میرمن یوسف زاده له هڅو ستاینه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال دا ډول په هیواد کې د دایمي سولې د ټینګیدو هیله څرګنده کړه.

دا پالیسي یوه مقدمه، اوولس څپرکي او پنځه برخې لري.

پدې پالیسۍ کې لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله کورني او بهرني او د سواد د زده کړو تعلیمات شامل دي.

په پام کې ده د ملي اردو د تحصیلي دورې له پیل سره جوخت، په نظامي پوهنتونونو او اکاډمیو کې تطبیق شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته