دننګرهار ولایت ته د ملي دفاع سرپرست وزیر سفر

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ مېلر او د کورنیو چارو سترامنیتي معیین جنرال خوشحال سادات هم ور سره وو د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د هغه امنیتي غونډې په ترڅ کې، چې د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل او د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس هم ګډون کړی و، په یاد ولایت کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د قومندانانو د امنیتي ګزارشونو په اوریدلو سره زیاته کړه، د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی، خو دا په دې معنا نه ده، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له پامه وتلې وي، دښمن په دې لټه کې دی، چې د سولې د پروسې پاره د امتیاز اخستلو په موخه د هیواد په یو شمیر سیمو کې امنیتي ننګونې را منځ ته کوي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې بشپړ چمتو والی ولري. ښاغلي خالد د ښمن د شومو پلانونو د شنډولو او په یاد ولایت کې د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په تړاو د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ په کلکې همغږۍ ټینګار وکړ.
همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو قومندانو ته په خبرو کې وویل، بې له دې، چې د مرکز اوامرو ته په تمه پاتې شئ، تاسو دا صلاحیت لرئ، چې د دښمن د تهدیدونو پر وړاندې پوځي عملیات تر سره کړئ.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د جنګ له لیکو څخه د افغان پوځ د شهیدانو او ټپیانو د لیږد مسله خپل کاري لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ټولو امکاناتو نه دې کار واخستل شې تر سو د افغان ځواکونو ټپیان دجګړې له میدان نه روغټیایي مرکزونو ته ولیږدول شي او د شهیدان دې په دير احترام سره د هغوي محترمو کورنیو ته وسپارل شي.