امریکا له افغان هوايي ځواکونو سره د څلورA-29 جنګي الوتکو مرسته وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۳:۲۹
له افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو له لوري مرسته شوې څلور (A-29)جنګي الوتکې؛ د افغان هوايي ځواکونو قول اردو کې

له افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو له لوري مرسته شوې څلور (A-29)جنګي الوتکې؛ د افغان هوايي ځواکونو قول اردو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد، د هیواد د هوايي ځواک قومندان ډګرجنرال عبدالفهیم رامین او د افغانستان لپاره د امنیت لېږد ګډې قومندانۍ سیستیکا قومندان؛ ډګرجنرال دیدریک په حضور کې افغان پوځ ته وسپارل شوې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد د افغان پوځ د روزنې، ملاتړ او تجهیز برخه کې د امریکا، ناټو او نورو هیوادونو مرستې او همکارۍ وستایلې او ټینګار یې وکړ؛ چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به تر هغه دا مرستې او همکارۍ دوام مومي څو چې سیمه او افغانستان کې ترهګري له منځه نه وي تللي.

سترجنرال اسدالله خالد دافغان دولت او طالبانو تر منځ خبرو ته په پام هیله مندي وښوده چې دغه خبرې هیواد کې د سولې لامل شي؛ خو ویې ویل:« له بده مرغه دښمن جګړې ته زور ورکړی او اوس هم د افغانانو وینې تویوي، خو په صراحت سره ډاډ درکوم چې د جګړې له لارې د دښمن بریا خیال، خوب او جنون دی.» د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونه به په بشبړ قوت او خپلواکۍ سره د هیواد له لاسته راوړنو او ارزښتونو دفاع وکړي.

د هیواد د هوايي ځواک قومندان ډګرجنرال عبدالفهیم رامین وویل:« نن د افغان هوايي ځواک وړتیا او پیاوړتیا لوړې کچې ته رسېدلې چې په خپلواک ډول بریدونه طرح، پلان او ترسره کوي.» همداراز د سیستیکا قومندان ډګرجنرال دیدریک وویل:« دا مرستې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو او امریکا تل پاتې مرستې او همکاري ښکارندوی دي.»

سوپرټکانو یا (A-29)جنګي الوتکې د افغانستان جغرافیې سره برابرې دي، چې په لیزري، عادي او ماشین لرونکو بمونو سره د عملیاتو ترسراوي وړتیا لري او د دښمن د ستراتېژیکو موخو په له منځه وړلو کې ډېرې ګټورې دي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته