خبرپاڼې
هلمند کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۵۲ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوایي ځواکونو د هلمند ولايت په نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسواليو کې د ترهګرو طالبانو قرارګاه په نښه کړه.
هلمند کې هوایي برېد کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوایي ځواکونو د هلمند ولايت په ناوې او نادعلي ولسواليو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
اروزګان کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تیره ورځ، دفاعي، امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د اروزګان ولایت "دهراود" ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
کندهار کې ۹۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت” ژیړۍ، ډنډ، او پنجوایي” ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۹۵ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۹۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
هرات کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تیره ورځ، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت "غوریان" ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
لغمان کې ۹ ترهګر طالبان ووژل شول
تیره ورځ، دفاعي، امنیتي ځواکونو د هوايي قواو په ملاتړ، د لغمان ولایت "علیشنګ" ولسوالۍ “ کوتالي او بازار”اړوند کې او قرغیو ولسوالۍ” خروټي” سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو ۲ مهم غړو وژل کیدل
تیره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت "حصارک" ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
فراه کې د ۱۰ ترهګرو طالبانو مرګ ژوبله
تیره شپه، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوايي قواو په ملاتړ، د فراه ولایت "بالابلوک" ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.