د سمنګانو دره صوف بالا د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله

s.mohmand

نن سهار، د دفاعي او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو د عملیاتو په پایله کې د سمنګانو ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه, د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله.

په دې عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

دا عملیات به له ترهګرو د یادې سیمې تر بشپړ پاکید دوام لري...