67 تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي.
افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۴۹ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۶۷ ترهګر وژل شوي، ۲۹ تنه ټپیان او ۱۱ تنه نیول شوي دي.
دا عملیات د هېواد په ۶ ولایتونو کې تر سره شوي.
غزني- واغظ، مقر، ګیلان ولسوالیو او د مرکز په شهباز او سفندې سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
ارزګان- چهارچینو ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي۱۱ تنه ټپیان، ۷ تنه نیول شوي او ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
کندز- د مرکز اړوند سیمو کې د کماندو چاڼیزو عملیاتو او د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او د دښمن ۴ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
لوګر- چوڼۍ، پادخواب او د ولایت د مرکز په دبرعلیای پائین سیمو کې د کماندو د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۴ تنه نیول شوي، یو موټرسایکل له منځه وړل شوی، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.