10 تنه ترهګر و وژل شول

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر ګډ پلان شوي، تعروضي او چاڼیز عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د دوی ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.