۵۱ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۶ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۷۸ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۵۱ ترهګر وژل شوي او ۲۷  تنه ټپیان شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د لوګر، ارزګان، فراه، ننګرهار، فاریاب، هلمند، تخار، بلخ، بادغیس، غزني، میدان وردګ او پکتیکا په ولایتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

لوگر- په څرخ او برکي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر او ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

ارزگان- په مرکز ترینکوټ او چارچینو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۱۰ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

فراه- په بالابلوک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

فاریاب- په المار ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.