۶۱ تنه ترهګر وژل شوي
دا عملیات د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا د زابل، غور، لوګر، فاریاب، ارزګان، تخار، بلخ، وردګ، پکتیکا، هلمند، غزني، کندهار او بادغیس په ولایتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
زابل- په دایچوپان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، یو تن ژوندی نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات او ۳۲ بوشکې ماینونه لاسته راغلي دي.
غور- په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، ۷ موټرسایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
لوگر – په مرکز او چرخ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۴ تنه ژوندي نیول شوي دي.
فاریاب– په قیصار ولسوالۍ کط د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان– په مرکز او چهارچینو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
تخار- په خواجه بهاوالدین او اشکمش ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپيان شوي دي.
بلخ– په دولت آباد او چهاربولک ولسواليو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- په چک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
پکتیکا- په نېکه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۵ تنه ژوندي نیول شوي، یو موټر، ۲ موټرسایکل، ۱۱ موضعوې، ۳۰ نښه ویشتونکي له منځه وړل شوي او ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.