۸۷ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۲ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۸۶ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۸۷ ترهګر وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان او ۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د غزني، فاریاب، هلمند، ننګرهار، کاپیسا، زابل، تخار، پکتیکا، لغمان، کندهار، فراه، غور، بلخ او نیمروز په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزنی- قره باغ، اندړو، آب بند، خواجه عمري، زنخان او ګیرو ولسواليو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ژوندي نیول شوي، ۲ موټر او ۱۰ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.فاریاب- بلچراغ او پشتونکوټ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان او ۳ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ننگرهار- شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او ۵ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شو یدي.
تخار- چاه آب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا- مټاخان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.