۷۸ تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

 

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۶ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۳۵ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۸ ترهګر وژل شوي، ۴۱ تنه ټپیان او د  یو تن شکمن کس په ګډون۱۲ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د  غزني، کندز، بادغیس، پروان، فراه، غور، خوست ،  زابل، کندهار، فاریاب  بلخ او سرپل په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

غزني- په آب بند، خوګیاڼیو او ده یک ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان، یو میل دهشکه او ۵ موترسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

کندز- په امام صاحب او چهادرې ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان   یو شکمن کس نیول شوی او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بادغیس- په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

پروان- په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نیول شوي دي.

فراه - په بالابلوک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

ارزگان– په دهراود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

غور- د مرکز اړوند سیمو کې د ځوابي ډزو له امله ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

خوست- په موسي خیلو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۲ تنه ټپیان او یو میل دهشکه لاسته راغلې ده.