۵۲ تنه ترهګر ووژل شول!
دا عملیات د غزني، ارزګان، بلخ، لوګر، بادغیس، فاریاب، هلمند، ننګرهار، خوست، سرپل، کندز، کندهار او زابل په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزنی- اندړو، ګیرو، واغظ ولسوالیو او په لومړی نمبر لویې لارې په اوږدوکې، د چانیزو عملیاتو، هوايي برید او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۹ ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان، ۸ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
ارزگان- دهراود ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو له امله ۷ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
لوگر- مرکز په آب چکان سیمه کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نیول شوي دي.
بادغیس- په آبکمري ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو له امله ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
فاریاب- په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له امله ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
هلمند- په مارجه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.