۴۱ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۹ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۷ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۰۱ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۴۱ ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه نورټپیان شوي دي.
دا عملیات د فراه، غزني، ارزګان، د کندز او بغلان پر لویه لار، هلمند، ننګرهار،زابل، کندهار، فاریاب او سرپل په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
فراه - ښار اړوند سیمو کې د کماندو ځواکونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۹ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی - ده یک، آب بند ولسوالیو او لومړی نمبر لویې لار په اوږدو کې د چاڼیزو عملیاتو، د هوايي یرید او ځوابي ډزو په پایله کې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان په ګډون ۱۰ ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ ترهګر وژل شوي دي.
د کندز او بغلان - د لویې لارې په اوږدو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې۴ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي دي.