د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه څېړې، چې په میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې د ملکي مرګ ژبلې په اړه خپاره شوي

zia_omid

کابل- افغانستان: د جنګ او تاوتریخوالي اصلي عاملین طالبان دي، په هېواد کې ملکي مرګ ژوبله د طالبانو لخوا رامنځ ته کیږي په دې مانا، چې دوی د جګړې پر مهال د خلکو په کورونو کې پټيږي او د ځان د ساتنې په موخه له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي. افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه خپل ځانونه د هېواد د خلکو د ساتنې مسوول ګڼي، د عملیاتو پر مهال دپوره دقت څخه کار اخلي ترڅو ملکي مرګ ژوبله را منځ ته نه شي او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ونه رسیږي.