78 تنه ترهګر ووژل شول!
کابل- افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۹۶ ځانګړې کوماندیي دندې او۳۲هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۵۰ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۷۸تنه ترهګر وژل شوي، ۳۳ تنه تپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
دا عملیات دغزني، میدان وردګو، هلمند، کندهار، ارزګان، فایاب، زابل، بادغیس، تخار، پکتیا، بلخ، سرپل، لوګر، کنړ او ننګرهار په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزني: - اندړو، جغتو، قره باغ ولسوالیو او مرکز کې د هوایي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان، ۳ موټرسایکلونه او ۱۱ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي.
میدان وردګ - په نرخ او چک ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو له امله د نرخ ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۱ ترهګر وژل شوي، د یادې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال د مرستیال په ګډون ۵ تنه ټپیان ، ۳ پټن ځایونه، ۲ موټرسایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
هلمند – نادعلي ولسوالۍ کې د کوماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو له امله ۱۰ ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۱۶۰ کیلو ګرامه تریاک، ۲۵ کیلو ګرامه چرس، ۲۱۰۰ ګیلو ګرامه چودېدنکي توکي، ۶۰ میلو ګرامه امونیم نایترېت، ۳۰ کیلو ګرامه شیشه، ۱۴ کیلو ګرامه هیروئین، ۵ کړۍ ماینونه، ۶ موټرسایکل، د وسلو او مخدره توکو ۴ زېرمې، یو پټن ځای، یوه اندازه مهمات او وسلې له منځه وړل شوې دي.
کندهار – پنجوایي ولسوالۍ کې د توپچې انداخت په ترڅ کې ۹ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ارزګان – دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان ، د ماینونو او وسلو ۲ زیرمې، یو میل هاوان، ۶ میله کلاشینکوف، ۲ میله P.K او ۲ نوغندي له منځه وړل شوي دي.
فاریاب – شیرین تګاب ولسوالۍ کې د متقابله ډزو په ترڅ کې ۶ ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي دی.
زابل – شا جوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې د میزان ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي مسوول په ګډون ۵ ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
بادغیس – د هوایي برید په ترڅ کې په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.
تخار – روستاق ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي دي او ۲ میله وسله لاسته راغلې دي.
پکتیا – زرمت ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي، ۲ میله وسلې لاسته راغلې او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.