د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۶۰ ترهګرو وژل کېدل

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه  ۱۴ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۵ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۲هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۷۹  آلوتنې کړې، چې په پایله کې ۶۰ ترهګر وژل شوي  او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د فاریاب، کاپیسا، ارزګان، زابل، فراه، نیمروز، تخار، هلمند، پکتیکا بدخشان، بلخ، سرپل، غزني، لوګر  او کونړ  په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د فاریاب ولایت د پشتوتکوټ، ګرزیوان او دولت آباد ولسوالیو کې د ۲ تنو بهرني ترهګرو په ګډون ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تن ټپیان، ۲ پټنځایونه، یو موټر، ۴ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند سیمه کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳تنه ټپیان او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی او د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان، ۵ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

همدا راز د فراه ولایت د پشرود ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان  او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی، د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي او د پکتیکا ولایت د سرحوزې ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي    .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.