مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۱۳ مه نیټه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۷۴ ترهګرو مرګ ژوبله
کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۶ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۴ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۶۱ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۷۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د ارزګان، هلمند، غزني، کوڼړ، کندهار، نیمروز، بادغیس، بدخشان، بغلان او ننګرهار په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې:
ارزګان: د دهراوود او مرکز کې، د ځانګړو ځواکونو د کماندو د ۹ کنډک او د ضربتي ۴ کنډک په عملیاتو او غوځ ملاتړ د هوایي ځواکونو هوایي برید چې د افغان ځواکونو په همغږي تر سره شوي ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپيان ، یو شمیر وسلې او مهمات ، د دښمن ۷ پټنځایونه او ۲ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي .
هلمند : د نهر سراج، نادعلي او موسی کلا ولسوالیو کې، د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په همغږګې سره هوایي برید تر سره کړۍ چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ موټر، یو شمیر وسلې او مهمات او د دښمن ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي .
غزني: د قره باغ، اندړو او مقر ولسوالیو کې، د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې پلې لوا ځواکونو او غوځ ملاتړ د هوایي ځواکونو هوایي برید چې د افغان ځواکونو په همغږي تر سره شوي، ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان ، د واغظ کمپ شا اوخواه سیمې او د قره باغ ولسوالۍ ابو کلا، باران کلا او موشکي سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
کونړ: د چپه درې ولسوالۍ کې، د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دریمې پلې لوا ځواکونو په همغږګې سره هوایي برید تر سره کړی چې په ترڅ کې یې ۱۳تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندهار : د خاکریز ولسوالۍ کې، د ملي اردو ۲۰۵ تندر قول اردو د لومړۍ پلي لوا ځو اکونو د چانیزو عملیاتو پر مهال ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
نیمروز: د دلارام ولسوالۍ کې ، د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو د ځلورمې پلې لوا ځواکونو د چانیزو عملیاتو پر مهال ۲ موضع ګانې ، ۸ تیرکشونه ، د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی او د توغندي ۶ مرمۍ لاسته راغلي دي .
بادغیس: د بالامرغاب ولسوالۍ کې، افغان هوایي ځواکونو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دریمې پلې لوا ځواکونو په همغږي هوایي برید تر سره کړی، عملیات د سینا، اکازیو بریده شمال، پهلوان ټپې او دهن پساب په سیمو کې د پرمختک په حال کې دي ، چې د دښمن د مرګ ژوبلې په اړه وروسته معلومات به خپاره کړو.
زمونږ عملیات د ننګرهار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې په ښه توګه د پر مختګ په حال کې دي چې د دغو عملیاتو د لاسته راوړنو په هکله به خیلو هیوادوالو سره د رسنیو د لارې وروسته معلومات شریکه کړو.
په خواشینۍ سره چې په دغو نښتو کې یو شمیر د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد د دفاع او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پوري د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړي، شهیدان او ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي. ټپیان ژر تر ژره د درملې لپاره د ملي اردو روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.