د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنو پوځي، مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو قوماندان الحاج مولوي نصرالله «مطیع»، د قرارګاه او اړوند جزوتامونو مسؤلینو، علماوو او ګڼ شمېر هیوادوالو او مجاهدینو ګډون درلود.
د فراغت د مراسمو ویناوالو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو سربېره د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ، حاکمیت او پایښت لپاره د اسلامي ملي اردو د جوړښت لپاره د نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: له خپلو سرحداتو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ، د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ.
د مراسمو په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو د بیلابیلو نظامي مسلکي زده کړو عملي نمایشات اجرا کړل او غونډه د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.