د ملي دفاع وزارت د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۴۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

ملي دفاع وزارت د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۴۵ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي، عقیدوي، عملي او نظري زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د غو مراسمو کې د ښوونې او روزنې رئیس الحاج مولوي عبدالجبار صدیقي او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو پخپلو ویناو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه: د هرې فتنې په مقابل کې پوره اماده ګي ولرئ او د دښمن فتنه په نطفه کې خنثا کړئ، د خپلو افتخاراتو د ساتنې لپاره کوشش وکړئ ترڅو اینده نسلونه مو ترې خبر شي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.