په ٢١٧ عمري قول اردو کې سلګونه عرادې بېلابیل ډول وسایط او وسلې ترمیم شوې

web_admin

د ٢١٧ عمري قول اردو حمایوي کنډک منسوبینو په تېر یو کال کې ١٢١٨ عرادې بېلابیل ډول وسایط او ٣٠٩ ميله بېلابېلې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.

په ترمیم شویو وسایطو کې ٩٢٧ عرادې رنجر، ٩٣ عرادې هاموي ټانګونه، ١١٨ عرادې انټرنشنل، ٢٢ عرادې ضربتي ټانګونه، ٧ عرادې کرنګ، ٩ عرادې فورکلفت، ٩ عرادې ګرځنده ورکشاپونه، ١٣ عرادې کاماز موټر او زيات شمير وسلې شاملې دي

ياد وسایط او وسلې چې د تیرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وې د يادې قول اردو د مسلکې او تخنیکي ټیمونو په واسطه جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.