مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۹ مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۱ ترهګرو  وژل کیدل

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۵ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۷۹ ځانګړي کوماندویي دندې او ۳ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو۱۰۵ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۱۱تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۳  تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیا،میدان وردک، غزني، بادغیس، فراه، بلخ  او کندز په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د غزني ولایت د قره باغ او اندړو ولسوالیو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، د فراه ولایت مرکز اړوند باغ پل په سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن ټپي، یو میل کلاشینکوف او یو موټر سایکل لاسته راغلی دی.

همدارنګه ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ کې ۳ تنو چې غوښتل یې د مزایل۴۰ ګولۍ د یو داتسنې موټر کې لیږدول، نیول شوي او د کندز ولایت مرکز اړوند سیمو کې یو شمیر سولې او مهمات لاسته راغلي او د شینوارو،پل لوګري، کله ګاو چله مزار او خوستیو سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي دي.

د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې یو شمیر د ملي اردو زړور سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده. د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.