د هوايي او مدافعه هوايي ځواک په قوماندانۍ کې له ۶۰۰ تنه داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي او مدافعه هوایي ځواک قوماندانۍ په هوایي مدافعې پوهنتون کې د ازموینې ملي ادارې له لوري د لومړۍ دورې لپاره له ۶۰۰ تنه داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې په پوره شفافیت سره تر سره شوه له یادو کسانو څخه به ۳۰۰ تنه داوطلبان د لومړۍ مرحلې لپاره بریالي او په دویمه مرحله کې ۱۲۰ تنه داوطلبان یاد پوهنتون ته جذبوي.
د ازموینې ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي "حقاني" داوطلبانو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو دغه ازموینه به په پوره شفافیت سره ترسره شي، هیڅوک پکې د مداخلې حق نلري او نه پکې لاس وهنه کولای شي، همدا راز زیاته یې کړه: چې د ملي دفاع وزارت د ولس لپاره یو ښه چانس برابر کړی دی او هیوادوالو ته یې د خدمت کولو لپاره زمینه برابره کړې ده.