د کندهار د هوايي ځواک لوا له لوري په اوبو کي بند هيوادوال راويستل شول

web_admin

د کندهار د هوايي ځواک لوا له لوري دوه تنه هیوادوال چې درې ساعته په اوبو کې د سیلابونو راوتلو له امله بند پاتې وو، را وویستل شول او په عاجله توګه د یاد ولایت ساحوي روغتون ته ولیږدول شول.

د دغو هیوادوالو کورنیو د ا.ا.ا له مسؤلانو څخه مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې یې د دوی لاس نوی وکړ، همدا راز اوس مهال د یادو هیوادوالو روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ دی.