د میدان وردګو په پنځمې پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط ترمیم شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د پنځمې پلې لواء د تخنیک آمریت د مسؤلینو په هڅو د لواء په قرارګاه، په اول او دوهم پیاده کنډکونو کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پر مټ ۱۹ بېلابېل ډوله وسایط ترمیم شول.
په دغو وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموي ټانګونه، ۳ عرادې انټرنیشل موټر، ۱ عراده رنجر ورکشاپ، ۱ عراده کرنګ او ۱ عراده امبولانس شامل دي.