د هوایي ځواک او مدافعې قوماندانۍ څخه ۲۲ تنه منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي ځواک او مدافعې قوماندانۍ څخه ۲۲ تنه منسوبین په بېلابیلو مسلکي څانګو کې له شپږ میاشتني نظري او درې میاشتو عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو منسوبینو کې ۷ تنه ځوان پیلوټان ۲ تنه معلم پیلوټان، ۱۰ تنه فلایټ انجینران او ۳ تنه کروچيفان شامل وو.
د هوایي ځواک او مدافعې قوماندانۍ قوماندان الحاج عبدالغفار "محمدي" یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: موږ او تاسو باید تل سره متحد ووسو او خپلو هیوادوالو ته په مشترک ډول خدمت وکړو او خپل درسپارل شوي مسؤلیت په ښه شکل ادا کړئ.
یادو فارغانو نن ورځ خپل عملي اپلوډ او مانورونه هم په Mi35 هلیکوپترو کې په بریالیتوب سره تر سره کړ او د خپلو مسؤلینو له لوري یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل، د ملي اسلامي اردو ټول منسوبین په هر ډول شرایطو کې په بیلابیلو برخو کې له خپلو هیوادوالو څخه دفاع کولو ته چمتو دي.