د ملي دفاع وزارت له هوایي ځواک څخه ۲۴ تنه مجاهدین د پیلوټۍ له نظري زده کړو څخه فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د هوايي ځواک ۲۴ تنه مجاهدین د پیلوټۍ له نظري او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ښوونې او روزنې رئیس الحاج ملا عبدالجبار "صدیقي"، د هوایي او مدافعه ځواکونو قوماندان او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو پخپله وینا کې ځوانو مجاهدو پیلوټانو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: چې پیلوټي یو ځانګړی مسلک دی دا یو فوق العاد استعداد دی چې الله ج بعضې کسانو ته ورکړی وي، موږ پر تاسو ویاړو او تاسو ددې هیواد د ساتنې لپاره روزل شوي یاست، په پوره میړانه له خپلو سرحداتو، اسلامي او ملي ارزښتونو څخه ساتنه او دفاع وکړئ.‏

همدا راز دغه مجاهدین به په راتلونکي د پیلوټۍ د عملي درسونو لپاره نورو زده کړو ته معرفي شي چې خپل عملي نمایشات او مانورونه هم په لوړ مرال او قوي عزم سره ترسره کړي تر څو زموږ د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.