د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۹ تنه مجاهدین فارغ شول 

web_admin

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومانداني له بېلابیلو ښونځیو څخه د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو ۵۹ تنه مجاهدین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس الحاج ملا عبدالجبار "صدیقي" د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګن شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود. 

مسؤلینو پخپلو خبرو کې د مبارکي ترڅنګ د اطاعت په هکله لازمې سپارښتنې وکړې او له فارغ شويو مجاهدینو څخه يې وغوښتل چې ترلاسه کړې پوځي او مسلکي زده کړې د امانت توګه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ.

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود، غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.