د ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانګړي ځواک له کنډک څخه ۴۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو ځانګړي ځواک له کنډک د ثقیله او توپچي وسلو له درې میاشتنیو زده کړو څخه ۴۰ تنه مجاهدین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسؤلینو، ګڼ شمېر منسوبینو او مجاهدینو ګډون درلود.
مسؤلینو فارغ شویو ځواکونو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه چې د نظام او ولس خدمت ته اولیت ورکړئ ځکه دا نظام د ولس په ملاتړ او قربانیو راغلی دی د ولس هیلي یوازې موږ ته دي د دوی هر ډول غوښتنو ته لبیک ووایئ، په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.