د ۲۰۳ منصوري قول اردو نهمې سرحدي لواء لپاره نوی قوماندان معرفي شو

web_admin

 د ملي دفاع وزارت رهبري لزوم دید په اساس ملآ حکمت الله “مزمل” د ۲۰۳ منصوري قول اردو، نهمې سرحدي لواء د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی وو؛  نن د یادې قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعيل “راسخ” له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې لوآ منسؤبینو ته ور وپېژندل شو.

 د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان د نوموړې لواء د مخکني قوماندان د ترسره کړو خدمتونو او لاسته راوړنو ستاینه او قدرداني وکړه او نوي ټاکل شوي قوماندان ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د الله ج د سپیڅلي دربار څخه د بریالیتوب هیله وکړه.