د حضرت عبد الله بن محمد ملي پوځي اکاډمۍ کې له ٢٦٧ تنو داوطلبانو څخه آزموينه واخیستل شوه 

web_admin

نن یکشنبه دحضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت عبدالله بن محمد(ص) ملي پوځي اکاډمۍ دکنفرانسونو په عمومي تالار کې له ٢٦٧ تنو داوطلبانو څخه د آزموینو ملي ادارې له لوري آزموينه واخیستل شوه. 

د آزموینې دغه مراسمو کې د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیوم “الیاس”، د آزموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي  “حقاني “  او ګڼو مسؤلینو ګډون کړی وو.

ديادونې وړ ده چه له ٢٦٧ تنو داوطلبانو  څخه به ١٢٠ تنه د نوموړې اکاډمۍ څلور کلنو زده‌کړو، اوه لسمې دورې ته جذب کیږي .