په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې ۲۵ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قول اردو په ګارنیزیون کې ۲۵ تنه مجاهدین د نظامي اصولنامې او دسپلين په مسلکي برخو کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د ښوونې او روزنې آمریت د مسؤلینو او استادانو د دغه موثره اقدام ستاینه وکړه او له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د نظامي اصولو او قوانینو زده کړه ډیره اړینه او د وخت ضرورت دی.

دغو مراسمو کې د ۳۰۲ منصوري قول اردو ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو، په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.