په ملي دفاع پوهنتون کې پنځه ورځنی ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد

s.mohmand
د ملي دفاع وزارت اړوند ملي دفاع پوهنتون کې د ښوونې او روزنې قوماندانۍ له لوري د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامو د ښوونې او روزنې مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه پنځه ورځنی سیمینار پيل شوی وو، نن پای ته ورسېد. دغه سیمینار کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال الحافظ عبدالمجید د ښوونې او روزنې قوماندان الحاج عبدالجبار "صدیقي" او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون درلود. الحاج عبدالجبار "صدیقي" پخپلو خبرو کې یاد مدیران خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د مجاهدینو په استخدام کې اهلیت، لیاقت او ژمنتیا په نظر کې ونیسئ.