د ۲۰۷ الفاروق قول اردو یو پلاوي د ایران هیواد له سرحدي مسؤلینو سره ولیدل
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د سرحدي لوا قوماندان الحاج محمد رحیم "خادم" او ورسره مل پلاوي د ایران هیواد له سرحدي مسؤلینو سره ولیدل.
دغه لیدنه وروسته له هغه ترسره شوه چې ایراني ځواکونو د افغانستان خاورې په صفري نقطه کې د سړک جوړولو اقدام کړی وو، چې د اسلام قلعه بندر د سرحدي ځواکونو له ممانعت سره مخ شوي وو.
په دغه لیدنه کې دواړو هیوادونو په مرز باندې شخړه باید له دیپلوماتیکو لارو حل شي او د مسلکي انجینرانو له لخوا د مشترکې نقطې په ټاکلو یې تأکید وکړ.