د ۲۰۵ البدر قول اردو د درېیمې سرحدي لوا څخه ۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۵ البد قول اردو د درېیمې سرحدي حضرت عبیده رض لوا څخه ۵۰ تنه مجاهدین د ډرایورۍ زرهي او غیر زري وسایطو له یوې میاشتې مسلکي او نظامي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مجاهدینو د خپلو استادانو او مسؤلینو په حضور کې عملي آزموینې په بریالۍ توګه ترسره کړې او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د یادې لوا او جزوتامونو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.