په کاپیسا ولایت کې د وسلو یو قاچاقبر ونیول شو

s.mohmand

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د ۲۲۱ شهید آفتاب (رح) فرقې د کاپیسا ولایت لومړۍ پلې لواء د اول کنډک زړورو مجاهدینو د ضد استخباراتو په همکارۍ د اله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د وسلو قاچاقبر ونیول شو.

نوموړي کس سره دوه میله (M16) ټوپک، څلور بکسې د پیکا مرمۍ، لس د راکټ مرمۍ، څلور د نارنجک مرمۍ او ګڼ شمیر نور مهمات شامل وو.