پروان کې د بغاوتګرو د يو قوماندان په شمول ۸ تنه ووژل شول

s.mohmand

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۲۲۱ شهيد آفتاب فرقې مجاهدينو د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د بغاوتګرو پر پټنځای عمليات تر سره کړل، چې په پايله کې د بغاوتګرو د يو قوماندان اکمل «اميري» په شمول ۸ تنه ووژل شول.

په دغه عملياتو کې ۱ راکټ٫ ۲ پيکاوې٫ ۴ کلاشينکوف، ۲ کارميلې او ۱ د شپې ليدلو دوربین د مجاهدينو لاسته راغلي دي.

د اسلامي امارت مجاهدین به هيڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنکړې چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي.