په ننګرهار ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات د وسلو راټولولو کميسيون ته وسپارل شوې

s.mohmand

د۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت په کامې او ګوشتې ولسواليو کې د ختیځ زون د وسلو راټولو کمیسیون ته ۱۹۷ ميله وسلې، لسګونه زره فيره مهمات او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات وسپارل شول.

په دغه مراسمو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو مرستیال او د ننګرهار والي د نوموړي کميسيون له مسؤلینو او ولسونو څخه مننه وکړه چې د بيت المال اړوند وسلو، مهماتو او تجهيزاتو په ساتنه او راټولونه کې په ګډه کار کوي.

دغه مهمات او تجهیزات به اړوند مرجع ته وسپارل شي او د ياد بهير چارې به په پوره شفافيت سره دوام لري.