د هېواد له لوېديځ زون څخه حربي ښوونځي ته ۲۶ تنه بريالي شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لارښوونې له مخې په حربي ښوونځي کې د زده کوونکو د جذب لپاره؛ په لوېدیځ زون کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د جلب او جذب قوماندانۍ آزاده سیالي ترسره کړې وه چي پکې۲۶ تنه يې بریالي اعلان کړل.

 دغه زده کوونکي د هرات، فراه، بادغیس او غور له ولایتونو څخه په دې پروګرام کې جذب شوي دي چي د ۲۰۷ الفارق قول اردو د ښوونې او روزنې د مدیریت له خوا د حربي ښوونځي قوماندانۍ ته ور وپېژندل شول.