په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې ۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د درېیمې پلې لوا له دریم کنډک څخه ۵۰ تنه مجاهدین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه غونډه کې د مسؤلینو له لوري د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق توصیې وشوې، او ویې ویل چې ياد مجاهدين به په لوړ مورال، اسلامي انګيزې سره د اسلام مبارک دین، مقدسې خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلکه دفاع کوي.

دغو مراسمو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسؤلینو، علماء کرامو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی وو، په پای کې یادو مجاهدینو نمایشي حرکات او مانورونه ترسره کړل او تصدیق نامې یې هم ترلاسه کړې.