په ملي دفاع پوهنتون کې ۲۵ تنه محصلین فارغ شول

s.mohmand
د ملي دفاع وزارت په ملي دفاع پوهنتون حربي اکاډمۍ کې ۲۵ تنه محصلین چې په هند هېواد کې یې لوړې زده کړې ترسره کړې وې له راستنیدو سره سم له دوه مياشتنۍ شرعي دورې څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. په دغو مراسمو کې د ملي دفاع پوهنتون عمومي قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس"، د حربي اکاډمۍ قوماندان عبدالناصر "پتنګ"، ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو مسؤلینو یادو محصلینو ته هر اړ خیزې ویناوې وکړې او دوی ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ، په پای کې یادو فارغانو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.