د هرات او فراه ولايتونو له پاره د جلب او جذب کمېسارانو معرفي کيدل
د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ کارونو, د لا ښه سمون له پاره د وړ کسانو ګمارلو او د هېواد د ولایتي کمېساريو د بیا فعالولو په موخه؛ د هرات او فراه ولایتونو لپاره نوي کمېساران معرفي کړل.
د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ له لوري د ۴ ولايتونو له پاره نوي کمېساران معرفي شوي وو.