د ملي دفاع وزارت مخابرې ریاست څخه ۱۲۱ تنه منسوبين فارغ شول

s.mohmand

د مرکزي او سيمه ييزو قطعاتو او جزوتامونو ۱۲۱ تنه منسوبين د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونې په موخه د دوه مياشتنۍ دورې تر زده کړو وروسته، د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز مخابرې رياست څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول، په دغه مراسمو کې يو شمېر مسوولانو او مجاهدينو ګډون کړی وو.

دغو منسوبينو د تيرو دوه مياشتو زده کړو په بهير کې د سټلايټ، محرم شفر، کامپيوټر، موترولا، د مخابرې او نوري اداري برخي په مسلکي، عملي او نظري توګه زده کړې.

په ملي دفاع وزارت کې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د مجاهدينو د ظرفيت لوړونې په موخه دا دريم دور کورس دي چې تر سره کيږي.