د سرپل ولایت په بلخاب کې د ګډو چاڼیزو عملیاتو تر سره کول

s.mohmand

څو ورځې وړاندې، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان پکې موجود وو، عملیات پای ته ورسول.

په دې عملیاتو کې، د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او باغیان له مقاومت پرته د سیمې تښتیدلي.

د يادونې ده، چې دغه عمليات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو د پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پرمخ روان دي.