د ۲۱۷ عمرِي قول اردو څخه ۶۰ تنه کومانډو ځواکونه فارغ شول
د ۲۱۷ عمري اردو له ښوونیز مرکز څخه ۶۰ تنه کومانډو ځواکونه له کومانډويي او عقیدتي زده کړو وروسته، نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې پوځي او ملکي مسوولینو په کې ګډون درلود، فارغ شول.
دغو ځواکونو د کمانډوي وړتیاوو په ښودلو سره ډاډ ورکړ، چې د هېواد د شریفو خلکو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع ته په هر حالت کې چمتو دي.