د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۳۸۰ ځواکونه فارغ شول

s.mohmand

نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۳۸۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه فارغ شول.

د يادې قول اردو په ښوونیز مرکز د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې يو شمېر پوځي او ملکي مسوولينو هم ګدون درلود.

فارغ شوو سرتیرو د پوځي او تکتيکي وړتیاوو په ښودلو سره ډاډ ورکړ، چې د اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا، خلکو د ځان او کال څخه د دفاع توان لري.