د ملي اردو تشکيلاتي کمېټې بيا ځلې په کار پيل وکړ
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لارښوونې سره سم، نن ورځ يوې ٢٠ کسيزې کاري کمېټې د ملي اردو تشکيلاتو په ګټورې او موثرې طرحې رسما کار پیل کړ.
دغه شل کسیزه کمېټه مسووليت لري چې ژر تر ژره د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د حکومت او اسلامي نظام د غوښتنو پر بنسټ د یوې ژمنې، مجهزې، ريښتينې او مسؤليت لرونکې اردو تشکیل تنظیم کړي، تر څو د خلکو ښه امنیت تامين او په هېواد کې په بشپړ پياوړتيا سره فعاليت وکړي.