د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال د لودیځ زون له سرحدي پوستو لیدنه وکړه

s.mohmand

ملا عبدالشکور «بریالي» د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان مرستیال له یوه پلاوي سره په هرات کې د "اسلام قلعه" او د نیمروز د "میلک" له امنیتي پوستو څخه، چې له ایران سره په ګډه پوله کې پرتې دي، لیدنه وکړه او په سرحدي سیمو کې د میشتو پوله ساتو ځواکونو د امنیتي چمتوالي، اکمال او سمبالولو خبر ورکړ.

همدا راز د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال د لویدیځ زون له علماو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل او دوې ته يې د دغه زون د امنیتي ستونزو د حل ډاډ ورکړ.