هرات کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۵۶ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي امنیتي او کومانډو ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت انجیل، ګذرې، چشت شریف او ادرسکن ولسوالیو اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو  «ملا بسم الله» او «ملا محمد» په ګډون، ۵۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات هم له منځه یوړل شول.