فاریاب کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي.